سعودي ته د ښاغلي حکمتیار د سفر په تړاو
سعودي ته د ښاغلي حکمتیار د تللو رسمي موخه که څه هم نه ده په ډاګه شوي، خو سعوديان له اوږده وخته را پدیخوا په افغانستان کې د ایران پر خلاف د یوه نیابتي ستراتيژيکي پارټنر په لټه کې وو. د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتیار له یو ځای کیدا را پدیخوا، زه د هغه ایران ضد موقف او څرګندونو ته متوجه وم او هغه مې تل سعودیانو ته د یوه زرغونه څراغ په بڼه ارزاوه، خو اوس چې ښاغلی حکمتیار د سعودي په سفر وتلی، له شکه پرته چې هاغه بیانونه له زرغونه څراغ پرته بل څه نه وو.
لیکوال او شنونکی: عنایت الله کاکړ
سعودي له اسرائيلو سره په ملتیا، په سيمه کې د ايران د ښکېلولو او اېلولو یوه پيچلي لوبه پيل کړيده. په سوریه او عراق کې د ایران د حضور او مداخلې د غچ هڅه په یمن کې وشوه. په یمن کې د ايران د راپرځولو په موخه د سعودي په مشرتابه کې خليجي پوځي ائتلاف جوړ او پر دغه هیواد بریدونه پيل شول چې لا هم له ټولو ملکي تلفاتو سره سره په درز کې روان دي.
د دې پر ځای چې د ایران پر شاوخوا له لېري کړۍ را تاو کړای شي، د اسرائيلي دکتورين له مخې باید چې دغه هیواد په خپل وره کې تر غاړه ونيول شي او هغه هم په داسې ډول چې د ایران حریفان نه خو په مستقيم ډول پکې ښکېل شي او نه هم کومه ګرَمه ملامته پرې ور واوړي.
افغانستان د ایران وره ته څېرمه پروت هیواد دی چې ایران دلته د پان شیعیزم اوږدمهالي ګټې لري او د محقق، حزب الله او نورو ډلو او افرادو له لارې يې څاري او تأمينوي.
د سعودي او سرائيلو دواړو په ګټه ده چې د ایران پر خلاف د نیابتي جګړې لپاره له افغانانو کار واخلي. سعودي واکمنان د خپل (اُفتادِ طبع) له امله له طالبانو سره چندان جوړ نه دي. سعوديان پر دې پوه دي چې د سولې پروسې ته د را ماتولو په موخه پاکستان له طالبانو سره د خپل منځي اړیکو په ستونزه اخته دی، په داسې یوه حالت کې عادي نه ده چې طالبان دې په اساني سره د سعودي د نیابتي افزارو په بڼه وکارول شي. د سعوديانو لپاره له دې امله هم له طالبانو سره لاره وړل ګران دي، چې طالبان په خپله له ایراني مقاماتو سره تودې اړیکي لري او په افغانستان او سیمه کې د امریکايي حضور پرخلاف دواړه پر یوه پاڼه ولاړ دي.
یواځينی وړ انتخاب چې د سعوديانو لپاره کیدای شي، ښاغلی حکمتیار دی.
ښاغلی حکمتیار له ایران سره د حسیاسيّت اوږده تاریخچه لري. د حزب اسلامي د امیر په بڼه په افغان سياسي او ټولنيز ډګر کې غښتلي ريښې لري، د یوه پښتون سیاستوال په بڼه د اکثریت خواخوږي هم له ځانه سره لرلای شي او د یوه اسلامپاله رهبر په بڼه بیا په ملي کچه هم د ولس د متحرک کولو بسیا ځواک لري.
سعودي ته د ښاغلي حکمتیار د تللو رسمي موخه که څه هم نه ده په ډاګه شوي، خو سعوديان له اوږده وخته را پدیخوا په افغانستان کې د ایران پر خلاف د یوه نیابتي ستراتيژيکي پارټنر په لټه کې وو. د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتیار له یو ځای کیدا را پدیخوا، زه د هغه ایران ضد موقف او څرګندونو ته متوجه وم او هغه مې تل سعودیانو ته د یوه زرغونه څراغ په بڼه ارزاوه، خو اوس چې ښاغلی حکمتیار د سعودي په سفر وتلی، له شکه پرته چې هاغه بیانونه له زرغونه څراغ پرته بل څه نه وو.
ښاغلی حکمتیار چې د ایران او پاکستان دواړو باور یې بايللی، په افغانستان کې د حکومتي کړیو په مشرتابه کې د سیکولر ځواک او په اپوزيسیون کې د وسله والو طالبانو په څېر له غښتلیو حریفانو سره مخامخ دی.
ښاغلی حکمتیار د دې لپاره چې په راتلونکې نظام کې محوري کردار ترلاسه کړي باید له دغو دواړو بلاؤ سره ډغرې ووهي. دغه ډغرې په راتلونکو ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د پریکنده ونډې او همدا راز په ټولنيز ډګر کې د پراخ خو اوډل شوي تنظيمي تشکيلاتي جال پر مټ وهل کیدلای شي. د دغو دواړو ډګرونو د سر کولو لپاره نغدو ته اړتیا ده. نغدې له سعودیانو سره په پېخر پرتې دي، په تېره بیا دا اوس چې یې د ولید بن طلال او نورو ملیاردرانو له څرمنو څخه د بلیک واټر په زور کومې پیسې را ايستلي دي، دا یې ښايي ساتلي همدغسې ستراتيژيکي لوبو ته وي.
ځکه نو زما په باور د سعودي او ښاغلي حکمتیار تر منځ د مفاداتو د اشتراک او تداخل له امله د معاملې چانس خورا غښتلی دی.
خو که دا ډول کومه سیناریو را منځته کیږي، ښاغلی حکمتیار او پلویان یې باید پر دې پوهه وي چې په سیمه او هیواد کې د سعودیانو او دوي سیال ځواک هم غلی او غافله نشي کینستلای او په هر ترتيب او ترکیب چې وي د ده د جبهې د کمزوره کولو هڅه به وکړي. یوه دغه ډول هڅه په نظام کې دننه د مافیايي راسیستو کړیو د تقويې او بله يې د طالبانو له لوري د حزب پر خلاف د علني دښمنۍ د اعلام په صورت کې تر سره کیدلای شي.
زه پر دې باور یم چې که ښاغلی حکمتیار سعودي ته د سفر پرمهال د یوه دستیاب ستراتيژيکي افزار پر ځای، د یوه بابصيرته، با فراسته ملي مشر بڼه خپله کړي او د تک حزبي ګرايشونو له مخې د قلیلو امتیازاتو پر ځای سعودیان وهڅوي چې د افغانستان د سولې له ملي پروسې سره د مرستې له لارې په افغانستان کې خپل دائمي معنوي حضور ته لاره هواره کړي، نو دا څه به یې له ځان، حزب اسلامي، ولس، دین او سعودي سره ستر احسان وي.
د حزب اسلامي له مشر سره ستر چانس شته چې په هیواد او سیمه کې د سعودي له ستراتيژيکي مجبوریتونو او احتیاجه د خپل ولس په ګټه کار واخلي…!
داعش ولي شمشاد ټلویزون په نښه کړ؟!

شاهد (غزنیوال)
په افغانستان کې د جهاي مقاومت (طالبانو) په ځپلو کې د ټرمپ د ستراتیژي ناکامي د امریکایانو لپاره داسې رسوايي ده چې دوي یې د تلافي لپاره هیڅ بدیل نه لري.
هغوي اوس لکه زخمي مار غواړي پر طالبانو او افغان ولس داسې ځپونکی ګوزار وکړي چې هم د خپل شکست انتقام تري واخلي او هم هغوئ تضعیف کړي.
هغوی د دې کار لپاره غواړي د خپلې امنیتي کمپني (بلک واټر) مذهبي څانګه (داعش) له مځني ختیځ څخه افغانستان ته را انتقال او دلته پري خپل نیمګړي اهداف پوره کړي.
داعش تکفیري ډله چې په منځني ختیځ کې یې نور د صلاحیت موده پایته رسیدلې اوس یې امریکایان افغانستان ته د صادرولو او دلته د کارولو په لټه کې دي.
کله چې په کال ۲۰۱۴ کې د لومړي ځل لپاره داعش په عراق او سوریه کې ظهور وکړ هلته یې د ځان د تشهیر لپاره یولړ داسې حرکات ترسره كړل چې د امریکايي میډیا په مټ ښه هوا ورته ورکړل شوه.
هغوی په عراق او سوریه کې خپل نیول شوي مخالفین په دسته جمعي ډول د وژنې په مختلفو تکتیکونو اعدام او بیا يي د هغوی د اعدام بوږنوونکې صحني چې په ډیرو پرمختللیو کامرو عکاسي شوې وي د امریکايي میډیا په مخ نشر کړي .
هغوي دا کار په عراق ، سوریه ، لیبیا او افغانستان کې په ډیر وحشت سره تر سره کړ.
د بیلګې په توګه داعشیانو د ۲۰۱۵ کال د جنوري په ۲۹ د لیبیا په سرت سمندري ښار کې ۲۱ نفره مصري کار ګر مسیحیان چې په لیبیا کې یې نیولې وه په یوه خاص وحشت سره د بحر په غاړه په داسې ډول حلال کړل چې د هغوی په سرو وینو د بحر ساحلې څپي تکې سرې شوي.
هغوي دا بوږنوونکي صحني هم عکاسي او د سي، ان، ان پر سکرین نړیوالو ته وښودل شوې.
همدا راز د ۲۰۱۵ کال په اګست کې داعشي وحشیانو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ۱۰ تنه بیوزله کلیوال په داسې ډول په تړلیو سترګو په ماینونو والوځول چې یو سلیم الطبع انسان يي د لیدو توان نه لري.
تر هغه وروسته یې په کابل کې د اهل تشیع پر مسجدونو او مذهبي مناسبتونو داسې خونړي بریدونه وکړل چې هر برید یې په سلګونو مړي اوزخمیان لرل ، په دې وروستیو کې د کابل د امام زمان پر مسجد وحشیانه برید یې یوه بیلګه ده چې په لسګونه لمونځ کوونکي ورکې مړه او ژوبل شول.
لکه مخکې چې مو وویل داعش طبیعتا د امریکايي بلک واټر مذهبي څانګه ده چې د انسانانو په مرګ او تعذیب خوند اخلي.
د دوي اصلي هدف د انسانیت ختمول او تذلیلول دي، دا هدف ورته د دوي د مجرمو مؤسسینو ( امریکایانو ) لخوا ټاکل شوی چې له هغه څخه یې هدف دوه شیان دي:
لومړی په خلګو کې وحشت خپرول
دوهم د همدې وحشت په وسیله پربیدفاع ولسونو ځان تحمیلول.
دوی د وحشي او ځنګلي حیواناتو په څیر اصلا له مدنیت ، اعمار، بیاودانولو او په آرام ډول له ژوند کولو سره هیڅ علاقه نه لري.
که سړی په افغانستان ، ننګرهار کې د هغو سیمو خلګ وویني چیرته چې دې امریکايي میکروب ځای نیولی بیا د داعش د اصلي ماهیت درک ښه ور مالومیږي.
اوس هغوي غواړي د دې هدف د تحقق لپاره د امریکایانو په تمویل او تجهیزد افغانستان په کابل او نورو سیمو کې په یولړ داسې وحشتونو لاس پوري کړي چې هم یې امریکایان په تبلیغاتي لحاظ ښه بدرګه کړي اوهم عام افغانان تراغیز لاندې راولي.
په کابل ښار کې د شمشماد ټلویزون ودانۍ د دې داعشي پلان لپاره یو غوره هدف و .
غوره ځکه و چې هم پر هغه برید کول آسانه او هم یې تبلیغاتي انعکاس زیات و.
ځکه شمشاد یو نشراتي چینل دی چې طبعا یې د برید خبر هره بله رسنۍ د سر په خبرو کې را اخلي او داعش ته مطلوبه خبره همدا ده چې د دوي شهرت وشي نور که دا شهرت د مسلمانانو په تر ټولومقدسو ځایونو حرمینو کې د انفجار په وسیله او یا هلته د قرآن کریم د سوځولو په زریعه کیږي هم دوي یې د ترسره کول کوښښ کوي.
دا لیکنه زه دشمشاد له ټلویزون څخه په دفاع او یا د هغه د تزکیه کوونکي په حیث نه کوم ، ځکه شمشاد هم د امریکايي دیموکراسي محصول او د هغوي د کارنامو یوه ترجمانه رسنۍ ده ، خو داعش په هغې باندې د یوې غرب پالې رسنۍ په صفت برید نه دی کړی ، بلکې د خپل کاذب شهرت زیاتولو لپاره یې هغه د برید لپاره انتخاب کړې.
ښايي داعش د خپل وحشي وجود د تحمیل او شهرت لپاره د شمشاد تلویزون په څیر نورهم داسې اهداف د برید لپاره په نښه کړې چې هم برید پري کول آسانه ، هم د پراخې تبلیغاتې انګازې وړتیا ولري او هم ډیر انسانان ورکې ووژل شي.
په دغسي اهدافو کې بیاهم د اهل تشیع مساجد، او د خلګو د ګڼه ګونې ځایونه ، ښونځې، پوهنتونونه او نورتعلیمي مراکز په لومړۍ کټه ګوري کې را تللی شي.
په دې کار سره امریکایان د داعش په وسیله څو اهداف تر لاسه کول غواړي:
لومړی: امریکايي اشغال ته په افغانستان کې د دوام زمینه سازي کول.
دوهم : ولس ته د امریکا خلاف مقاومت کوونکي اصلي مجاهدین بد معرفي کول.
دریم : پر مذهبي ځایونو باندې د دغوبریدونو په وسیله د عراق او سوریي په څیرد افغانانو ترمنځ فرقه یې او مذهبي اختلافات راپارول.
څلورم : په مجموع کې د امریکایانو په مسقیمه قومنده د داعشي اجیرانو په وسیله داسې جنجالي وضعیت رامنځته کول چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي له ناکامي څخه د افغان ولس او نړیوالو توجه بل لورته واړول شی.
داعشیان دا هرڅه د امریکایانو په تمویل او د ګډ حکومت د معینو حلقاتو په همکاري او تفاهم تر سره کوي.
خو لکه د الله په نصرت چې د افغان مسلمان ولس په خلاف د اشغالګرو ټولې هڅې ناکامي دي همداسې به یې د ملاتړو او ایجنټانو هڅې هم ناکامي وي
ان شاء الله .
طالبان ساده خو رښتني و

لیکوال: رابرت ایل گرینیر
کله چي په ۱۹۹۲ کال کې د شوروي له ملاتړه برخمن د ډاکتر نجیب الله حکومت د امریکا او پاکستان د ملاتړو مجاهدینو له لوري نسکور شو نو دغه جګړه ماران په خپلو کې سره په جنګ شول په افغانستان کې سیاسي انارشي حاکمه شوه او کابل د کورنیو جګړو میدان شو دیارلس کلن جنګ په دغه هیواد کې قبیلوي جوړښتونه کمزوري کړل جګړه مارو او سیمه ییزو زورواکانو چي شخصي ملیشي یې در لودې ځانونه د قومونو مشران بلل او د هیواد په لویه برخه کې ویره او وحشت خپور و.
د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې حالات تر بدو بد تر و د ۱۹۹۴ په مني کې ښار د سیالو جګړه مارو تر مینځ ویشل شوی و او په پوره اطمینان سره یې خلک لوټل پرهغه لویه لاره چي له دغي سیمي تیریده د نشه یانو او مجرمینو له لوري پاټکونه جوړ شوي و او ددغي لاري له مسافرو او موټرچلوونکو به یې جزیه اخیسته ځیني وخت به یې ښځي هم برمته کولې او تیری به یې ورباندي کوی .
يوې ۳۰کسیزي ډلي ملایانو چي اکثره یې پخواني مجاهدین و او د دوي شاګردان چي طالب یې ورته ویل د ملا محمد عمر په نوم د یو ناپیژاندل شوي کس په رهبري چي د دوی لخوا د مشر په توګه ټاکل شوی و ظهور وکړ اوپه ښکاره توګه یې موجودو جنایت کارانو ته وویل چي له خپلو کړنو لاس واخلي کله چي هغوي د دوي خبره ونه منله نو د ملا عمر کسانو د جنایت کارانو پر یوه تر ټولو بدنامه پوسته باندي برید وکړ په دې پوسته کې څو ورځي وړاندي دوې میرمني چي دهرات ولایت اوسیدونکي وې برمته شوي وې جنسي تیری ورباندي شوی و او وروسته وژل شوي وي د ملا محمد عمر کسانو دغه پوسته له مینځه یوړه او په دې کارسره یې د کندهار د اوسیدونکو چي د بي قانوني له امله پوزي ته راغلي و او د جرمونو د قربانیانو پام ځانته واړوی په لیږ موده کې دغه ډله خوا ځواکمنه شوه سیمه ییزو سوداګرو دغو دیني زده کوونکوته چي ځانونه یې طالبان بلل وسلي پیسي او موټر ورکول .

طالبانو د یوکوچنۍ خو مستقلي ډلي په توګه په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د کندهار ښار په شاو خوا سیمو کې د شورویانو پروړاندي په جهاد کې برخه درلوده له نورو ډلو سره د دوي توپیر په دې کې و چي د نورو ډلو د قبیلوي ریښو پرځای یې جوړښت په دیني لحاظ شوی و اکثره غړي یې په پاکستان کې د مهاجرو د کمپونو ځوان زده کوونکي و ډير شمیر طالبان هغه یتیمان و چي په دیني مدرسو کې زده کړي کړي وې او په کمپونو کې را لوی شوی و کله چي د شورویانو له ماتي وروسته دغه ځوانان له کمپونو په دایمي توګه خپلو کلیو ته را ستانه شول نو له دودیز او کلیوالي ژوند څخه د لیري پاته والي په وجه دوي په ټولنه او قوم کې تنها پاته شول که څه هم یو شمیر دغه کسانو د جګړه مارو په شتون کې کوم خاص حیثیت نه درلود .
په کندهار کې د جنایت کارانو د پوستي پروړاندي له کوچني پاڅون وروسته دغه کسان په ګڼ شمیر کې د ملا محمد عمر په ډله ور ګډ شول طالبان ډیر ژر د یو سیمه ییز سیاسي ځواک په توګه مطرح شول او دخلکو پام یې ځانته واړوی اکثره جګړه مار قوماندانان د دې پرځای چي ورسره وجنګیږي ورسره یو ځای شول او د راتلونکي په اړه یې سره جوړجاړی وکړ.
په کندهار کې له پرمختګ وروسته ډیر ژر طالبانو شمال لور ته مخه کړه اود سوځونکي اور په څير خپاره شول دغه ډله چي ډیری غړي یې د پاکستان له مدرسو راغلي و سخت دریزه اسلامپاله بي زغمه اونه بخښوونکي کسان و خو د سیمي افغانان چي د خپل سریو او بي قانونیو له امله ځوریدلي و د دغي ډلي را مینځته کیدل د حالاتو اړتیا بلله طالبان ساده خو رښتني خلک و اود پیل په دوو کلونو کې د دوي اکثره نظامي بریاوي د دوي د پوځي وړتیا په نسبت د هغو پاڅونونو له امله وي چي سیمه ییزو پښتنو به پخپلو سیمو کې د ټوپکیانو پرضد کول او دطالبانو له رسیدو سره سم به یې واک دوی ته سپاره پراخي سیمی یې بی له جګړې ونیولې او په ۱۹۹۶ کال کې د افغانستان پلازمینه کابل هم د طالبانو لاس ته ولوید.
طالبانو چي په پښتنو کې کوم محبوبیت تر لاسه کړ هغه یې د افغانستان په نورو قومونو چي د هیواد په شمال کې میشت دي لکه تاجکو ازبکو او هزاره وو کې نصیب نه شو .
د پاکستان پر استخباراتي اداره آي ایس آي دا تور لګول کیږي چي طالبان دوي را مینځته کړي خو دا خبره سمه نه ده مګر اسلام آباد ډیر ژر دغه زده کوونکو ډله په غیږ کې ونیوله او لومړنۍ مرستي یې د آی ایس آی په وسیله ورته ورسولي تر څو له دي لاري پاشلي افغان ډلي د سنیانو تر مشرتابه لاندي سره یو ځای کړي او له پاکستان سره ښې اړیکي ولري . په حقیقت کې له ټلوالي سره د طالبانو دجګړو له امله پاکستان د طالبانو ملاتړ ځکه مهم باله چي شمالي ټلوالي له روسانو اوهند سره نژدې اړیکي در لودي د پاکستان له رامینځته کیدو سره د دغه هیواد واکمن دا اندیښنه لري چي کیدای شي له ټولو لوریو د دښمنو هیوادونو په محاصره کې راشي چي د دوي په نسبت له هند سره نژدي وي ځکه نو د دغي طبعي اندیښني له امله پاکستان له طالبانو سره خواخوږي درلوده او په ښکاره یې د دوي له لاري خپلي سیمه ییز سیاسي ګټي تعقیبولې .
یادونه :
دغه مقاله د ښاغلي رابرت ایل ګرینیر له کتابه ( ۸۸ ورځي تر کندهاره) را اخیستل شوي
د احمد شاه مسعود د ترور پلان د چا په وسیله طراحي او عملي شو؟!/ دوهمه برخه

لیکوال: عبدالرحیم ثاقب
په کال ۲۰۰۱ م کې احمد شاه مسعود ته د اروپايي اتحادیې رسمي دعوت او هلته د یاد اتحاد له لوړ پوړو چارواکو سره په اصطلاح د تروریزم خلاف مبارزه کې یې د ګډون اعلان د عرب مجاهدینو په منځ کې هغه سوء ظن نورهم قوي کړ کوم چې دوئ د جهاد په مهال پر احمد شاه مسعود درلود.
عبدالله انس الجزائري چې په کال ۱۹۸۶ م کې د عرب مجاهدینو په جمله کې پنجشیرته تللی و د مکتب الخدمات د ځینو مهمو غړیو لکه ابو عبدالله البلخی، الفلسطینی، ابو عباده او ابو عادل عزام له لوري تر سوء ظن لاندې و.
هغوی په دې شک درلود چې عبدالله انس له جزائري او فرانسوي استخباراتو سره همکار او د افغانستان په پنجشیر ولایت کې یې له احمد شاه مسعود سره یوځای کیدنه هم د فرانسوي استخباراتو په دستور تر سره شوې ده.
له همدې وجې له ابويحي المقدسي پرته چې هغه هم د شهید عبدالله عزام زوم او د مکتب الخدمات د یتیمانو د څانګې مشر و نور اکثریت اعضاء پرعبدالله انس بي اعتماده او شکمن وو.
عبدالله انس د احمد شاه مسعود له ډیرو نیږدي او باوري کسانو څخه و او کابل ته د هغه تر راتګ پوري له نوموړي سره یوځای پاتي شو.
په کابل کې د ډاکټر نجیب د رژیم تر سقوط وروسته هم نوموړي د مسعود د عربي ترجمان په حیث دهغه په ټولو مطبوعاتي کانفرانوسونو کې ګډون درلود.
د حکمتیار او مسعود ترمنځ د داخلي جګړو په مهال عبدالله انس لومړی الجزایر او ترهغه وروسته یې په انګلستان کې سیاسي پناه واخیسته چې وروسته ورته د انګلستان تابعیت هم ورکړل شو.
نوموړي د انګلیسي تابعیت تر لاسه کولو وروسته د ولادة افغان العرب په نوم په ۸ برخو مشتمل یو کتاب ولیکو چې په هغه کې یې افغانستان ته د راغلیو عرب مجاهدینو تفصیلي حالات ولیکل.
په ۲۰۰۱ کې اروپاته د احمد شاه مسعود د سفر په مهال یې په لندن کې له هغه سره وروستی ملاقات هم وشو.
ابوعبيىده البنشیری (امین الرشیدي) هم چې په وروستیو کې د القاعده تنظیم له اهمو محوري کسانو څخه و د پخوانی جهاد په مهال له مسعود سره په پنجشیر کې وخت تیر کړی و.
د ابوعبیده البنشیري تر څنګ ابو حفص الکبیر (محمد عاطف) چې هغه هم مصري تبعه او په وروسته کې د اسامه بن لادن مرستیال شو په کال ۱۹۸۷م کې پنجشیر ته د یوې دیرش کسیزې ډلې په مشرۍ د تګ اراده لرله.
خو په پنجشیر کې د احمد شاه مسعود ترڅنګ د عبدالله انس شتون ابو عبیده البنشیري او ابو حفص المصري دواړه پر احمد شاه مسعود شکمن کړل ؛ ځکه دوئ پرعبدالله انس دا سوء ظن درلود چې نوموړی فرانسوي استخباراتو په دستور په پنجشیر کې د دې لپاره توظیف شوی چې هلته د الجزائري، تونسي ، مغربي او نورو عربانو حالات معلوم کړي.
همدا وجه وه چې ابو عبیده البنشیري پنجشیر پريښود او ابوحفص پنجشیرته تر رسیدو وړاندې له دې سفره صرف نظر او دواړو د پنجشیر په ځای خوست ، غزنی او ننګرهار د جهادي محاذ په حیث غوره کړل.
ابوعبیده البنشیري وروسته د القاعده تنظیم له محوري اعضاوو څخه شو چې په کال ۱۹۹۶ کې د افریقا په ویکتوریا سمندر ګې کې د بیړۍ د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ابوحفص المصري د اسامه بن لادن مرستیال شو چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې پرافغانستان د امریکا د برید پرمهال د کندهار د چل زینو په سیمه کې د امریکايي الوتکې په برید کې شهید شو.
خلاصه دا چې احمد شاه مسعود چې پخوا لا د عرب مجاهدینو لخوا تر سوء ظن لاندې و په ۲۰۰۱ کال کې اروپاته د سفر په مهال او هلته د اروپايي ټولنې په پارلمان کې یې د القاعده خلاف تر رسمي بیانې ورکولو وروسته پر نوموړي د عرب مجاهدینو پخوانی سوء ظن په یقین بدل او دا کار د دې لامل شو چې القاعده تنظیم د نوموړي د له منځه وړلو پلان جوړ کړي.
له بله اړخه د القاعده د استخباراتي معلوماتو پر اساس نوموړی د فرانسوي استخباراتو تر څنګ له سي، آی، اي سره هم په افغانستان کې د القاعده خلاف سري پروګرامونه لرل چې له امله یې په القاعده تنظیم کې د هغو کسانو لخوا په نښه شو چې وار تر له مخه پرده بد ګمانه او نوموړی یې له فرانسوي استخباراتو سره په همکاري ملزم ګاڼه.
د اروپايي اتحاد له لوري احمد شاه مسعود ته تر رسمې بلنې وروسته په پام کې و چې نوموړی په نیویارک کې د افغانستان د ولسمشرمرستیال او همدارا د دفاع وزیر په توګه د ملګرو ملتونو د۲۰۰۱ کال په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي ، خو د اروپايي اتحاد په پارلمان کې د نوموړي وینا ورته په داسې بیه تمامه شوه چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې یې د ګډون چانس تري واخیست.
د القاعده لخوا د احمدشاه مسعود د په نښه کیدو په اړه د بوابة الحرکات الاسلامیه په نوم عربي ویب پاڼې تیرکال د سپتمبر په ۹ د چارشنبې په ورځ د احمد شاه مسعود د ترور د پنځلسمې کلیزې په مناسبت یو تفصیلي رپوټ خپور کړی چې د هغه په یوه برخه کې داسې راغلي:
((له اروپا څخه د احمد شاه مسعود تر راګرځیدو وروسته القاعده د نوموړي د په نښه کولو او له منځه وړلو پلان جوړ کړ.
هغوی د دې کار لپاره په دوو لارو غور وکړ.
لومړی داسې کسان تیارول چې هغوی هم په فرانسوي ژبه بلدیت ولري او هم له ژور نالیستیکي هنرونو سره اشنا وي .
دوهم داسې لارې چارې لټول چې دا کسان په خوندي ډول تر مسعود پوري ورسول شي.
هماغه وه چې د مسعود د ترور لپاره یې په بروکسل کې تونسي الاصله ۳۴ کلن کریم توزانی او ۲۸ کلن قاسم بکالی انتخاب او تر مسعود پوري ورسولو لپاره یې په بوسنیا کې له اوسیدونکي ابوهاني المصري څخه کار واخیست.))
ابوهاني المصري د جهاد په وخت کې د ښاغلی سیاف په مشري اتحاد اسلامي تنظیم مربوط عربي مجلي البنیان المرصوص مسؤل چلوونکی او د استاد سیاف له ډیرونیږدي کسانو څخه و.
القاعده ته د ابوهاني او ښاغلی سیاف ترمنځ تقرُب معلوم وهماغه و چې نوموړي ته یې دستور ورکړ چې له ښاغلی سیاف سره ټلیفوني اړیکه ټینګه کړي او له هغه څخه وغواړي چې له کریم توزاني او قاسم بکالي سره مرسته وکړي چې هغوی له احمد شاه مسعود سره د المرصد الاعلامی رسني لپاره مرکه وکړي.))
د المرصد الاعلامي نشراتي انجمن مشر یاسر توفیق السري چې هغه هم مصری او په لندن کې میشت و توزاني او بکالي ته د خپلې رسنۍ (المرصد الاعلامي ) رسمي کارتونه ترتیب او له هغوی نه په استفادې سره د ژورنا لیستانو په نوم تر کندهار او بیا کابل د جګړې تر لومړۍ کرښې پوري ورسیدل.
توزاني او بکالي د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ لومړۍ کرښې څخه په اوښتو سره د استاد سیاف په وسیله قومندان بسم الله خان ته معرفي او د هغه له لوري په ورلیږلي موټر کې د شمالي اتحاد تر ولکې لاندې سیمو ته بوتلل شول.
هغوی خواوشا ۱۸ ـ ۲۰ ورځې د شمالي ټلوالې تر ولکې لاندې پنجشیر او تخار کې تیرې او په دې جریان کې یې له استاد سیاف او استاد رباني سره پر ملاقاتونو سر بیره له هغوی دواړو سره ټلویزوني مرکې هم وکړې.
د شمالي ټلوالې د هغه وخت د اطلاعاتو د مسؤل انجنیرعارف په وینا دغو دووتنو عربانو څو ځله له احمد شاه مسعود سره د لیدو غوښتنه وکړه خو د ده لخوا يي ممناعت وشو.
حتی یوځل چې غوښتل یې له احمد شاه مسعود سره په یوه څرخکه کې یوځای سفر وکړي د امنیتي کسانو له لوري له الوتکې څخه را کوز کړل شول.
بل ځل یې په هغې غونډې کې چې استاد رباني، استاد سیاف، احمدشاه مسعود او جنرال فهیم ورکي برخه لرله په ډیر اصرار سره د ګډون غوښتنه کوله چې د غونډې د امنیتي ساتونکو لخوا اجازه و رنکړل شوه.
د شمالي ټلوالې د هغه وخت د اطلاعاتي مسؤل د څرګندونو له مخې چې په خپل کتاب کې کړي دا جوتیږي چې یاد عربان د مسعود د امنیتي کسانو لخوا په پوره ډول د شکمنو کسانو په حیث پیژندل شوي خو له دې سره سره بیا هم نه چا د هغوي د وسائلو د تفتیش جرئت وکړ او نه دوئ له احمد شاه مسعود سره له مرکې کولو څخه را وګرځول شول.
هغه کسان چې له یادو عربانو سره د محافظینو او میلمه پالانو په حیث اوسیدل هغوی وايي چې یادو عربانو به له هیچا سره خبرې نه کولې ، د شپې مهال به ټوله شپه په خپلې ټلویزونې کمرې بوخت وو او له یوه ځایه بل ځای ته د انتقال په مهال به یې موټر چلوونکي ته ویل چې موټر سوکه او آرم چلوي چې د دوی کمره خرابه نشي.
انجنیر عارف د خپل کتاب ( د سپتمبر نهم او یولسم ) په پنځم مخ کې لیکي:
(من در مدت اقامتم در خواجه بهاؤالدين نقطۀ را متوجه گرديدم كه قبلاً نه من و نه شخص ديگر متوجه آن شده بود وآن اينكه در رابطه به امنيت آمر صاحب هيچگونه تدابيری در آنجا وجود نداشت. برای همين بود كه من برای بار اول متوجه شدم كه اتخاذ تدابير امنيتی در اين عرصه امر كاملاً ضروری ميباشد.)
ښاغلی سيد نور الله عماد د جمعيت اسلامی مرستیال چې هغه مهال په خواجه بهاء الدین کې و خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:
د وروستي ځل لپاره ما آمرصاحب مسعود د هغه په هستوګنځي کې ولیده چې ماته یې د چای څښلو بلنه راکړه او راته ویل یې چې راځه د چاي څښلو په مهال به پر ځینو موضوعاتو مجلس او خبرې وکړو.
نوموړی وايي مونږ د چای څښلو په سریوله بل سره خبرې کولې چې عاصم سهیل په لا لهانده بڼه اطاق ته راغی ، آمرصاحب تري وپوښتل:
خیرت است وطندار؟
عاصم وویل هو میلمانه مي درته راوستل .
آمرصاحب په تعجب آوره لهجه تري وپوښتل میلمانه دي چیرته راوستل ؟
هغه ورته ویل همدا ستاسي د اطاق شاته .
امرصاحب ورته په غوسه شو چې څرنګه دې هغوی زما له اجازې پرته راوستل ؟
ایا ما درته ویلي و چې هغوئ دلته راوله ؟
عاصم هم په زهیر حالت کې ورته وویل:
تاسو دا څو ورځې هغوی منتظر کړي دي؛ اوس هغوئ وايي یا مونږ ته د مرکې نوبت راکړئ او یا مو رخصت کړئ چې ولاړشو، هغوی زه ډیر تکلیف کړی یم ، ځکه زه مجبور شوم هغوی دلته راولم.
د نور الله عماد په خبره چې امرصاحب په ډیر جدي ډول عاصم ته وویل بس تاسو خپل مسؤلیت تر سره کړ، زه دلته له چاسره نه ګورم هغوی بیرته میلمستون ته بوزه ، زه نن له قومندانانو سره مجلس لرم، له غرمې دولسو بجو وروسته به په مختصر ډول له هغوی سره په میلمستون کې وګورم.
دا مهال دواړه عربان د اطاق په دهلیز کې منتظر و چې بیرته له عاصم سره یوځای میلمستون ته وګرځول شول.
انجنیر عارف وايي (اگر آمر صاحب در آن وقت برای آنها اجازه ميداد وآن دو نفر عرب می آمد ند اين حادثه صبح ساعت ٠٨:٠٠ يا ٠٨:٣٠ صورت ميگرفت)
خلاصه :
دلته د ډیر تعجب او پوښتنې وړ خبره دا ده چې څرنګه د احمد شاه مسعود په څیرمهم پوځي شخصیت ته چې دا مهال د افغانستان او سیمې په کچه د جهادي ډلو د فعالیتونو د یواځیني مهم مخنیوونکي په توګه کتل کیدل دغسي مشکوک کسان دومره په آساني او سادګي سره ځان ورسوي؟
ځکه د احمد شاه مسعود تروروونکي وار تر له مخه له انجنیرعارف نیولې چې شخصا د احمدشاه مسعود د امنیت او ساتنې دنده یې پرغاړه وه د هغه تر اشپزانو او د میلمستون تر نورو کارکوونکو او محافظینو پوري ټولو د شکمنو کسانو په توګه تشخیص او پیژندلي وو.
بهرنیو ژور نالیستانو له هغوي سره په یوه الوتکه کې له سفر کولو څخه انکار کړی و.
خو هغوئ بیاهم له دغو ټولو ابهاماتو او شکمنو کړنو سره سره یواځې د استاد سیاف د یوه پیژند لیک په مټ تر خپل هدف پوري په آسانۍ ورسیدل او خپل ورسپارل شوی مسؤلیت یې په بریالیتوب انجام کړ…
ایا دا معما ډوله سناریو د افغانستان د سیاست له معماییزه تصادفاتو څخه ده او که هغه هم د افغانستان د لاینحلې لانجې په څیرد بهرنیو مداخلاتو یو نه کشفیدونکی تعبیر…؟!
……………………………….
یادونه : د دې سلسلي لومړۍ برخه دلته ولوئ
د دې مقالې اخځونه:
۱ـ بوابة الحرکات الاسلامیة عربي ویب پاڼه : http://www.islamist-movements.com/31233
۲ـ الشرق الاوسط عربي ورځپاڼه
http://archive.aawsat.com/details.asp…
۳ـ خاوران : احمـــدشـــاه مســـعود را كـــی به شـــهادت رســـاند؟ http://khawaran.com
د احمد شاه مسعود د ترور او سپتمبر د یولسمې په اړه نا ویلي حقائق
د مکتب الخدمات مؤسس شهید ډاکټر عبدالله عزام (رح) او مرستیال یې شیخ تیمیم العدناني د امریکا په شمول ټولو اروپايي او عربي هیوادونو ته د سفر اجازه لرله چې کله کله به یې د جهادي ګوندونو دری مشران ، حکمتیار، سیاف او رباني ( چې اوس دری واړه پر افغانستان د امریکايي اشغال حامیان دي ) هم له ځانه سره بیول، حتی شیخ تمیم العدناني د افغان جهاد د سفیر لقب په غوره کولو سره تر پیښور ډیر وخت په امریکا، اروپا او بهرنۍ نړۍ کې تیراوه او وفات یې هم په امریکا کې د زړه د حملې له امله وشو.

لومړۍ برخه
عبدالرحیم (ثاقب)
مسعود ولي په نښه کړای شو؟
پرافغانستان د شوروي اشغال په مهال کله چې افغانانو د سره پوځ مقابله کوله امریکایانو او د هغوی نننیو ایتلافیانو یې ټولو مالي، پوځي او سیاسي حمایت کاوه.
نن چې امریکایانو القاعده او په هغه پوري مربوط تنظیمونه یاډلې په تورلیست کې راوستلي پرون هغه ټول د افغان جهاد د حمایت په غرض ایجاد شوې، د هغوی غړي له بهر نه په مفتو ویزو او سفري آسانتیاوو سره جهادي ساحې ته رارسول شوي او دلته ورته د پوځي روزنې منظم پوځي معسکرات (غونډونه) او روزنځایونه تیار شوي وو.
د افغانستان په جهاد کې د عرب مجاهدینو تر ټولو موثر شخصیت شهید ډاکټرعبدالله عزام (رح) و چې هم یې د هغه مهال پر تنظیمي مشرنو ډیر أثر درلود او هم په بهرنۍ په تیره عربي نړۍ کې د افغان جهاد یو مهم پلوی او مدافع بلل کیدو.
نوموړي په کال ۱۹۸۳م کې د پاکستان په پیښور کې د مکتب الخدمات په نوم دفتر تأسیس کړ چې د هغه په وسیله یې هم له افغاني مجاهدینو سره پریمانه مالي او لوجیستیکي مرستې کولې او هم یې د ډیورنډ کرښې هاغه غاړي پیښورته نیږدي په سده او همدا راز میران شاه ته نیږدي په خړ ډنډ سیمه کې مجهز پوځي غونډونه لرل چې په هغو کې به یې د افغان جهاد لپاره له بهرنۍ په تیره عربي نړۍ څخه راتلونکو ځوانانو ته پوځي روزنه ورکوله.
په دغو معسکراتو کې د شیخ نور الدین الاردني او ابو برهان السوري په نوم چې لومړی یې د اردُن د شاهي حکومت د یوه وزیر زوي او دغه دواړه روزونکي د اردن او سوریې د پوځ ورزیده پوځیان وو لخوا نورو عربي ځوانانو ته نظامي تعلیمات ورکول کیدل.
مکتب الخدمات په مالي، پوځي ، صحي تعلیمي او دعوتي برخه کې له مجاهدینو سره مرستې کولې ، او د تمویل مرجع یې د سعودي عربستان سره میاشت، چې هغه مهال یې مشر ابوالحسن المدني و ، همداراز هیئة الاغاثة الاسلامیة (سعودي ) ، لجنة الدعوة الاسلامیة (کویټ) لجنة قطر ( قطر) او د خلیجي هیوادونو نور رسمي او غیر رسمي موسسې وي.
مکتب الخدمات پر مالي مرستو سر بیره په نشراتي لحاظ هم عربي نړۍ ته د افغان جهاد د واقعاتو رسولو په غرض د مجلة الجهاد په نوم میاشتنۍ عربي مجله خپروله چې هغه مهاله د افغان جهادي ګوندونو تر ټولو نشراتي رسنیو مشهوره او بریالي مجله وه.
پر مجلة الجهاد سربیره (لهیب المعرکة )، (کلمات من خط النار الاول) او (في خضم المعرکه) په نوم عربي اونیزې هم د مکتب الخدمات له نشراتي څانګې څخه خپریدې او له هیڅ ډول ممنوعیت پرته د امریکا او انګلستان په شمول ټولې نړۍ ته د پوستي خدمتونو له لارې لیږل کیدي او په امریکا ، اروپا او عربي نړۍ کې یې د توزیع لپاره ځانګړي رسمي دفترونه لرل.
د مکتب الخدمات مؤسس شهید ډاکټر عبدالله عزام (رح) او مرستیال یې شیخ تیمیم العدناني د امریکا په شمول ټولو اروپايي او عربي هیوادونو ته د سفر اجازه لرله چې کله کله به یې د جهادي ګوندونو دری مشران ، حکمتیار، سیاف او رباني ( چې اوس دری واړه پر افغانستان د امریکايي اشغال حامیان دي ) هم له ځانه سره بیول، حتی شیخ تمیم العدناني د افغان جهاد د سفیر لقب په غوره کولو سره تر پیښور ډیر وخت په امریکا، اروپا او بهرنۍ نړۍ کې تیراوه او وفات یې هم په امریکا کې د زړه د حملې له امله وشو.
له دغه تذکر څخه هدف دا نه دی چې خدای مکړه شهید عبدالله عزام او یاهم شیخ تمیم العدناني امریکا پلوي کسان وو ، هغوي واقعا مخلص مجاهدین او د اسلامي نظریې او عقیده له مخې یې په افغان جهاد کې ګډون درلود ، خو دلته له دې تذکر څخه د امریکایانو دوه مخې ده چې کله جهاد د دوي د رقیب شوروي اتحاد خلاف و نو همدا مجاهدین د وخت قهرمانان او ټوله نړۍ یې په خدمت کې وه ، خو کله چې د هغوی په لاس پخوانی شوروي اتحاد له منځه ولاړ او د مقابلې مخه یې د امریکا په خوا شوه نو بیا هماغه اتلان سمدستي تروریستان او د امریکایانو په تور لیست کې ونیول شول.
خپله شهید عبدالله عزام (رح) هم د مجاهدینو په اړه د امریکا د موقف بدلونې لومړنی قرباني و چې د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۲۴ په پيښور کې د امریکايي استخباراتو لخوا له خپلو دوو زامنو سره یوځای ترور کړل شو.
په هرصورت زمونږ د بحث اصلي موضوع د عربانو لخوا د مسعود په نښه کول و.
د جهاد په مهال د تنظیمونو په تیره حزب اسلامي اوجمعیت اسلامي ترمنځ سیاسي اختلافونو په افغانستان کې میشتو عربانو هم اغیز درلود.
شیخ جمیل الرحمن چې په کونړ ولایت کې د حزب اسلامي د وجود مخالف او د هغه سیاسي رقیب و په کال ۱۴۱۲ هجری قمري ـ ۱۹۹۹۱ م کې د حکمتیار لخوا د عبدالله رومي په نوم چې اصلي نوم یې (أشرف بن أنور بن محمد النيلي) یوه تن عرب لخوا په هیښوونکي ډول ووژل شو.
همدا راز د افغانستان په شمال کې میشت عرب مجاهدین د حزب او جمعیت ترمنځ اختلافاتو کې دومره ښکیل وو چې یو د بل په وړاندې یې مخالف دریځونه لرل.
د ۱۹۸۷ په مارچ میاشت کې شهید ډاکټر صالح اللیبي (رح) د مکتب الخدمات لخوا د یو شمیرعربي مجاهدینو په مشرۍ شمال زون ته ولیږل شو او هلته یې د میشتو عرب مجاهدینو په ملتیا د شمال زون ډیری ولایتونه وکتل له شمال څخه یې د بیرته را ګرځیدو په مهال د احمد شاه مسعود په اړه ناسم ذهنیت اخیستی چې د هغه پر بنیاد یې ډاکټر عبدالله عزام ته خپل منفی نظر وړاندي کړ.
شهید ډاکټر صالح اللیبی تر دې وړاندې د لومړی ځل لپاره د حزب اسلامي له افردو سره غزني او لوګرته ولایتونو ته راغلی ، د شهید عبدالله عزام له مقربینو څخه ګڼل کیدو چې وروسته په کال ۱۹۸۹ د ننګرهار په جګړه کې شهید شو.
شهید عبدالله عزام چې تر دې وړاندې یې هم د مسعود او فرانسې ترمنځ له ګرمو اړیکو څخه خبرو ، د ډاکټر صالح اللیبي تر نظر وروسته یې د مسعود په اړه نور هم بد ګماني اضافه او د هغه په اړه یې د الطفل الفرنسي په نوم د کتاب لیکلو تابیا وکړه.
خو کله چې په شمال کې میشت جمعیت پلوه عربان د ډاکټر عبدالله عزام له دې نیت څخه خبر شول سمدستي یې هغه ته د احمد شاه مسعود او په شمال زون کې د هغه د جهادي مؤثریت په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او له ډاکټر عزام څخه یې وغوښتل چې خپله شمالي ولایتونو ته ورشي او هلته له نیږدي څخه د مسعود جهادي مؤثریت او د نوموړي فعالیتونه وګوري.
هماغه وچې شهید عبدالله عزام د عبدالله انس په نوم خپل زوم شمال زون په خاص ډول پنچشیر ته ولیږو چې هغه د مسعود په اړه ډاکټر عبدالله عزام ته داسې مثبت معلومات ورکړل چې نوموړی خپله د دوو زامنو حذیفه او ابراهیم په ملتیا له استاد رباني سره یو ځای د ۱۹۸۸ کال د اګست په میاشت کې شمال ته ولاړی ، هلته یې په شمال په تیره بیا پنجشیر کې له احمد شاه مسعود سره یوه میاشت تیره کړه او پیښور ته د بیرته راګرځیدو په مهال یې د شهر بین العمالقه ( یوه میاشت له عیارانو سره ) په نوم کتاب ولیکو چې د ده تر شهادت وروسته د مکتب الخدمات لخوا چاپ او اوس هم د احمد شاه مسعود له پلویانو سره موجود دی .
خو د مسعود او عربانو ترمنځ د تائید او تردید تر ماجرا تقریبا ۱۳ کاله وروسته کله چې مسعود د پنجشیر له غرونو څخه د اروپا په لور مخه او هلته یې د اروپايي پارلمان لخوا په ترتیب شوې غونډه کې د پخوانیو جهادي اتلانو او ننیو تروریستانو په خلاف بیانیه ورکړه یوځل بیا د عربانو پام ورواوښت او د افغانستان له سیاسي صحنې څخه د نوموړي د حذفولو په فکر کې شول…
د مسعود د ترور پلان د چا په وسیله طراحي او عملي شو؟
په بله برخه کې …
کله چي صفوي لښکرو د ابدالي پر خاوره د یرغل نغاره وډنګوله/دطالبانو دوخت کیسي
ګرانو لوستونکو
مخکي له اصلي لیکني تاسو د لنډي تبصرې لوستلو ته را بولو :
له هغه وروسته چي طالبانو د مزارشریف ښار ګونډه کړ د ایران هیواد د۱۱ تنو دیپلوماتو مړه جسدونه چي عامو خلکو به د سپاه پاسداران نظامي جنرالان بلل دمزارشریف ښار په یوه کنده کې وموندل شول .
له دې پیښي طالب مشران د میډیا له لاري خبریږي ملامحمد عمر مجاهد د پیښي عاملونو ته د سختي سزا ګوت څنډنه کوي خو سره له ډیرو تحقیقاتواو پلټنو طالب مشران د پیښي د تار سر تر اوسه هم لا نه دی پیدا کړ ی او د تل لپاره د یوي معما په څیر د دوي په ذهنو کې ثبت شوه.
د پیښي په اړه د عامو خلکو تر منیځ مختلف اندونه موجود ول ځنیو په دې پیښه کې د پاکستان د نظامي استخباراتو ( ای ایس ای )لاس باله او دلیل یې دا وړاندي کاو چي پاکستان غواړي په دې کارسره د ایران او طالبانو ترمنیځ روابط خړ پړ کړي ځینو بیا په دې پیښه کې خپله د ایران لاس نه رداو او استدلال یې کاو چي ایران غواړي په دې کار سره په افغانستان باندي د نظامي یرغل بهانه ولټوي چي تر ډیره بریده د ایران د بهاني په اړه د عامو خلکو وړاند وینه سمه له اوبو را ووته چي هماغه و ایران د خپلو دیپلوماتو دمرګ پړه پر طالبانو واچوله طالبانو ته یې په افغانستان د نظامي یرغل عملي ګواښ وکړ خپلي قواوي یې د هرات او نیمروز سدحداتو ته را وستي طالب مشر هم د دوي د یرغل په وړاندي چوپه خوله پاته نه شو د نړۍ والي میډیا له لاري یې ایران ته ګوته وښوره وله او دا پیغام یی ورکړ چي که تاسو زمونږ په خاوره حمله وکړئ مونږ به هم بي تفاوته نه پاتي نشو.
اخواته بیا د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني وايې چي ما په افغانستان باندي د خپل هیواد د نظامي یرغل مخه ونیوله روحاني زیاته وي چي ما خپلو مشرانو ته وویل چي په افغانستان یرغل زمونږ په خپل واک کې دی خو له دغه هیواد وتل بیا زمونږ له واکه وزي دی وایی چي مونږ باید د خپلو اتباعو مړینه له یوې بلي لاري جبران کړو .
دحسن روحاني د وینا متن
کله چي د ۲۰۰۱ کال په دیسامبر کي د المان هیواد د بن په ښار کې په افغانستان باندي د امریکا يې یرغل چټل نویس جوړیدل هماغه و چي دې غونډي ته د ایران دمطلقه ولایت فقه استازی جواد ظریف هم ور واستا و او د (امام زمان ) په کمربند یې په افغانستان باندي د غربي یرغل ملا ور وتړله او په دې کارسره یې هم د خپلو ۱۱ تنو دیپلوماتو انتقام واخیست هم یې د طالب حکومت ته د پای ټکی کیښود .
دې او دې ته ورته نوري کیسو باندي د عبدالحي مطمین په لیکنه خوند اخیستلی شئ .
د ایران او افغانستان د احتمالي جګړي په اړه د ملګرو ملتونو رول
لیکوال: عبدالحي مطمین
په مزار کې د ایراني سفارت د یوولس تنو مړي چي په لسم ستمبر په یوه کنده کې وموندل شول د طالب مشرتابه لپاره تر ننه یوه مبهمه پیښه ده . له بار بار تحقیق سره پر چا ګمان هم ونه شو ځکه چي دا پیښه ممکن څو عادي اشخاصو کړې وي او دموضوع له نزاکته په خبریدو یې نوره له ویرې خوله پټه کړې وي او د ځینو په اند خو ښایې دابه خپله د ایران پالیسي وه . په لنډ ډول ویلای شو چي د دې پیښی په اړه هیڅ یو احتمال نه ردیدلای شي اونه تاییدیدلای شي.
په دې اړه ملا محمد عمر یوه ورځ په مخابروي مکالمه کې د پیښو د عاملینو په ډیره سخته تهدیدي جمله و کاره وله . زه هغه وخت لا پوه شوم چي په دې کار مشر ډیر سخت ټکان خوړلی او عاملین که یې ورته جوت شي نو وبه یي نه بښي ځکه چي موږ ملا محمد عمر پیژاند چي هغه مصنوعي تکلم او رویه نه لرله چي څه به یی وویل همغه یې خبره وه .
ایران نه یوازي طالبانو ته د پوځي برید خبرداری ورکړ بلکي پوځی قطعات یې هم د نیمروز او هرات په سرحدونو کې ځای پرځای کړل او جنګي الوتکي او چورلکې یې څو ځله په لوی لاس زموږ حدودو ته داخلې کړې خو مشرتابه د حالاتو د نزاکت له امله دهغوی پر چورلکو د برید اجازه ورنه کړه بلکي امر داسي و چي تر څو یې عملي برید نه وي کړی باید وسله وال غبرګون ونه ښودل شي . د امریکا ځینو ادارو هم خبر ورکړ چي ایران پر افغانستان د برید اراده لري . طالبانو هم سرحدونو ته قواووی زغره وال ټانکونه اودرنې وسلي ولیږد ولي .
د ډیرو په آند په دې حرکتونو ایران غوښتل چي د حزب وحدت د ماتي خوړلیو قواوو پر ضد د طالبانو پرمختګونه و دروي او د ایران سرحد ته د طالبانو د پوځي قطعاتو په لیږلو پر حزب وحدت او مسعود د طالبانو پوځي فشار کم کړي . دا وخت مشرتابه له یوې خوا د ملګرو ملتونو له اداري نه د خارجه وزارت له لاري د مداخلي غوښتنه وکړه له بلې خوا یې د خپلو قواوو د روحیې د لوړ ساتلو اود ایرانیانو د پوهاوي لپاره تونده مطبوعاتي وینا وکړه چي مشهورو رسنیو ټولو خپره کړه .
مشر په دي مطبوعاتي خبرو کې ایران مخاطب کړ او وې ویل دوی( ایراني اخوندان) نه مسلمانان په اسلام ور ګډوي اونه یې کفار په کفر ور ګډوي . که د ایران له خوا نه پر موږ برید وشو نو زموږ ځواکونه به دیرش کیلو متره د ننه د ایران خاوري ته ننوځي . بل خوا د طالبانو له رسمي غوښتني وروسته د ملګرو ملتونو خاص استازی لخدار ابراهیمي لومړی ایران ته سفر وکړ او بیا افغانستان ته راغی . کندهار کې له مشر سره دهغه په ملاقات کې موږهم حاضروو .
د اکتوبر په څلورم سهار نږدې نهه بجي د ملګرو ملتونو په یوه الوتکه کې لخدار ابراهمي او د اسلامي کنفرانس مشر ابراهم بکر کندهار ته راغلل . دوی سره څو نور بهرنیان ملګري وو . دابراهیمي په مشرۍ دغه هیت لومړی هغه هدیرې ته بوتلل شو چې له مزار نه د جنرال مالک له خوا د وژل شویو زرګونو طالبانو رانقل شوي جسدونه پکې خښ وو . له هغه وروسته دکندهر ولایت مقام ته راغلل . د ولایت په یو ستر تالار کې پر افغاني دود قالیني هواري وې توشکي او بالښتونه ورباندي برسیره ایښي وو . ابراهمي دقیق مزاجه او موقع شناس سړی . مشر سره یې په ډیره هوښیاري د هغه له مزاج سره سمي خبري پیل کړې . هغه د افغانستان پر هوا او دود دستور وغږید وروسته اصلي بحث ته راغی . هغه دمخدره موادو او نورو لانجو تر څنګ اصلي بحث د ایران او افغانستان پر روانه لانجه اوږد کړ.
خبري په نرمه فضا کې پایته ورسیدې خو د اسلامي کنفرانس مشر ابراهیم البکر تر پایه چوپ ناست و . بده یې لا دا چې کله ملا محمد عمر تالار ته را دننه شونو د ښاغلي بکر وجود په ریږدیدو شو زما ګمان دا و چي ابراهیم بکر فکر کاوه چي ښایې ملا محمد عمر به هغه هم د ترکي الفیصل په څير په سختو جملو مخاطب کړي چي دا دهغه د تبلیغ اثر ښکاریده چي ویل کیدل به چي ملا محمد عمر له عرب واکمنو کرکه کوي . حقیقت داسي نه و بلکي د ترکي الفیصل موضوع کاملا یو حساسه او خاصه موضوع او حالت و .
ابراهیم او بکر له غرمي وروسته اسلام اباد ته لاړل . اسلام اباد کې ابراهیمي رسنیو سره په خبرو کې له ملا محمدعمرسره د ملاقات خاطري مثبتي او مفیدې وګڼلې . د ابراهیمي ددغو مطبوعاتي خبرو جریان بی بی سي په دې ټکو کې خپور کړ: زه د ملامحمدعمر له تودې میلمه پالني مننه کوم . له هغه سره مې دا لومړۍ کتنه په ډير ښه فضا او بریالۍ توګه تر سره شوه . موږ د افغان- ایران کړکیچ کمولو په لار کې پرمختګ کړی . لومړی هغې هدیرې ته لاړم چي په مزارشریف کي وژل شوي طالبان په کې خښ وو او لاهم خښیدل . هلته مي داسي څه ولیدل چي هیر به یې نه کړم .
دالیدنی موږ دې ته هڅوي چی هر څه مو دلاسه کیږي هغه باید وکړو چي په دې ویر لړلي هیواد کې جنګونه پای ته ورسیږي او دسیمي د ټولو وګړو تر مینځ ملګرتیا او همکاري پيداشي .
ملا محمدعمر څه ډول للمي پوهاندان په یوه فرمان وریبل ؟/ د طالبانو د وخت کیسې
په یوه فرمان د اعزازي القابو لغوه کول
لیکوال: عبدالحي مطمین
د طالبانو په واکمنۍ کې ځینو خلکو هڅه وکړه چي له کابل پوهنتون او علومو اکاډومۍ نه علمي رتبي او القاب په ناقانونه ډول یا په اعزازي توګه تر لاسه کړي .
دوي د کمونیستي دوري او د رباني د رژیم پرمهال په ناقانونه ډول د پوځي او علمي رتبو تر لاسه کول په دلیل کې را وړل چي سلیمان لایق په کې اکاډومیسن او څو نور پکې پوهاندان شوي وو او بې شمیره پکې جنرالان شول .
ملا محمدعمر چې د مدرسي یو طالب و له دي مسایلو سره بلد نه و خو کله چي د پوهاند په ګډون یو لړ علمي رتبې په اعزازي ډول ترلاسه کېدي او په یو ډول یې په مشرتابه هم امضا کولې آن چې د اولمپیک ریس عبدالشکور مطمین چي د کابل د پغمان اوسیدونکی و اوپه څو لوبو کې یې مډالونه اخیستي و هڅه کوله چي د پوهاند لقب په اعزازي توګه تر لاسه کړي ! په همدی نیت یې کندهار ته سفر لاره . زما په دفتر کې د علومو اکاډومۍ ریس محمد حسین مستسعد ورسره لانجه وکړه . مستسعد ورته وویل : ته د لوبو اتل کېدای شي خو پوهاند علمي رتبه ده ستا دا هڅه د علمي ادارو سپکه او د نظام بدنامي ده !.
همدا راز د شریعت غږ راډیو عمومي ریس محمد اسحاق نظامي چي خاصي زده کړې یې نه لرلې تش نطاق و او له نورو سره یې فقط د حنجري تفاوت لاره ! هغه په ډیره نادوده طریقه د پوهنتون پرځای له بلي اداري د پوهاند لقب دتر لاسه کولو هڅه وکړه او څه وخت یې په رادیو يې خپرونو کې هم له خپل نامه سره د (پوهاند) کلمه وکاروله .
کله چي د علمي ادارو له خوا ملا محمد عمر ته شکایت ورسید ملا محمد عمر د علمي ادارو له چارواکو سره له مفاهمې وروسته یواځي په یوه فرمان د خپلي دوري ټول نا قانونه او اعزازي القاب لغوه اعلان کړل ! په دې فرمان سره د ډیرو جعلي پوهاندانو له اوږو د پوهاندۍ دروند پوستین وغورځید . دوکتوران او قضاوت پوهان هم له القابو عاري شول! له هغه وروسته بیا تر اخیره چا د اعزازي لقب دتر لاسه کولو هڅه ونکړه .
بې طالبه افغانستان نیمگړی دی
محمد زمان مزمل
ځینې ډلې ډېر ټیټ تصور لري، هغوی له امریکایانو سره گډ افغانستان جوړولی شي ولې له طالب سره کډ افغانستان نه شي زغملی.
سیاست چې کله کله د خامو ډلو په وسیله تجربه شي همداسې پایلې لري، چی ملتونه په خپلو کی وېشي او ډېر بد یي وېشي.
طالب که د پاکستان وسیله وگڼو نو مجاهدین تر هغوی زیات پاکستاني ول او مجاهدین باید د خبرو او شعارونو پر ځای خپلې سترگې خلاصې کړي.
کېدای شي ډیری پدې ځان قانع کړي چی طالب په جهادي او غیر جهادي ډلو کې تر نورو وحشی و هلته چې کلیو او کورونو ته یی اور ورته کړ او د خلکو باغونه یی له بیخه وایستل ولې همدغه عقدهمند د ټول افغانستان د کلیو او بانډو د ورانونکیو سره لکه د خاله زامن یو ځای ندي ناست او دغو نورو یی پرون په کابل کې پرگنی او مخالفین په خپلو کی په کانتینرو کی وسول او د زندانیانو په سرونو یی میخونه ټک وهل.
طالب د ټولو لویو اشتباهاتو سره سره د دوو اشغالگرو سره د مقابلې افتخار هم لري او طالب مشران کابل کې د پیاوړی تسلط باوجود یو یي یوه ویلا او یو یی اپارتمان نلري.
دا چی طالب نن په غرو کی دی نورو په خپلو کې کابل او د نورو ولایتونو هوارې او غرونه یی په یو مافیایی نظام کې تقسیم کړي او په هېواد کې هره ورځ کمزوری پرگنی یا کورونه یا هم خپلې ځمکی د لاسه ورکوي.
د طالب په غیاب کی حکومت قومي ډلو ویشلې ده او نور هم د دغه نظام غیر متمرکز کېدل غواړي.
د طالب په غیاب کې په شمال، کندز، تخار او نورو ولایتونو کی نه څوک د لورگانو خاوندان دي او نه هم د زامنو.
له بچهبازۍ نه یی ملگري ملتونه شکوې کوي او د نابالغو نجونو تښتول پکې یوه عنعنه جوړه ده.
د طالب په راتگ د قومي چاپه اچونکیو څادر ټولېږي، شراب خواره امرین او سوداگر تښتي او د مافیایي غلو ټانکونه سستیږي.
طالب که په افغانستان کې که د سیاسي پروسې برخه شوه امریکا ته د پاتې کیدو پلمې ختمیږې او دغه وزیران او والیان چی زامن او ورونه یی د امریکا ډالر یی د خپلو انجیوگانو په زریعه له موسسو او ادارو ټولوی دا به خود حساب ورکوي او یا به کېبل خوري.
د ملت او ټول ملت دغه غوښتنه ده چې طالب دې راشي د جنگ په ځای چی نور یی د دوی په نامه کوي او ملکی کسان وژني د دغه عملیاتو په ځای دې دا ملت له دغو ظالمانو وژغوري چی د لورگانو په ودونو کی یی ځمکه او اسمان کډېږي او په لکهاو ډالر مصرفوي.
دغه افغانستان چی یواځې د سرکونو او لویو ښارونو افغانستان دی دا به د طالب په راتگ تر دروازه، تر خم آباده، تر مارجې او تر ډنډ پټان لوی شي. د کلیو خلک به پکې د ښاري شرابخورو له ظلمه خلاص شي او د ښار پرگنی به په کې له هغه کلیوالو افراطیانو وژغورل شي چې هر ښاري او د دریشي اغوستونکي ورته کافر ښکاري.
افغانستان له دغو نه چی پلرونه یی په دفترو کی ظلم او فحشا کوي او زامن یی په امریکایي سرونو او تنگو پتلونونو په کوڅو د مظلومو خلکو د عزت او ناموس دښمنان دي افغانستان له هغو هغه طالب ژغورلی شي چې علی الاقل د پرگنو د ناموس او پت اندېښنه ورسره وي او د سولې او ثبات په قیمت پوه شي.
بی طالبه افغانستان ځکه نیمگړی دی چی د امریکا د حمایې او ملگري له توره یواځې د طالب په راضی کېدو او ملگري ژغورل کېږو او هلته بیا جنک پکې ریښتیا په فتوا درېږي.
اوس نو هوښیار طالب ته پکار دی چې په چوپه خوله او یو طرفه جنگ وتلیو امریکایانو ته د بیا راتلو پلمې برابرې نه کړي.
په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور او د جگړې دوام
ذاکر جلالي
څه موده وړاندې مشهور امریکايي افغانستان پېژندونکي (بارنیټ روبین) په افغانستان کې د جگړې دوام او د امریکا د پوځي حضور په اړه لیکنه کړې وه. د ښاغلي روبین لیکنه د «له افغانستانه ډېره پراخه: د یوې بدلې شوې سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي» تر سرلیک لاندې په war on the rocks وېب پاڼه کې خپره شوې ده. هغه څه چې د بارنیټ روبین لیکنې د نورو امریکايي څېړونکو او شنونکو له نظریاتو جلا کوي، پېښو ته د ده تر ډېره ریالیستیک لیدلوری دی چې تر ډېره بریده د سیمه ییز لیدلوري ترجماني کولی شي.
روبین د هغو امریکايي څېړونکو له ډلې دی، چې د ډېری افغانانو او سیمه ییزو څېړونکو په څېر په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو زیاتېدل امنیت او ثبات سره مرستندوی نه گڼي. ده په خپله مخکېنۍ مقاله کې چې په نېشنل انټرنسټ کې خپره شوې وه، همدا استدلال کړی و چې د امریکايي پوځیانو د شمېر زیاتوالی د دې لامل نه دي شوي چې د افغانستان بن بست مات کړي.
بارنیټ روبین لیکي، د دې وخت دی چې پوه شو، متحده ایالات به یا پر دې وتوانېږي چې په افغانستان کې ناپایه پوځي حضور ولري او یا دغه هېواد باثباته کړي؛ خو دا دواړه په یو وخت کې امکان نه لري چې هم دې امریکايي پوځي حضور وي او هم ثبات. د روبین په وینا، تلپاتې امریکايي پوځي حضور به تل د افغانستان یو یا زیات گاونډیان وهڅوي چې مخالفینو سره د مرستې له لارې پر امریکا فشار راوړي چې سیمه پرېږدي.
بارنیټ روبین په وروستۍ لیکنه کې لیکي، چې واشنگټن تر اوسه پرېکړه نه ده کړې یا نه ده پوه چې پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې یې موخه اوږدمهاله پوځي حضور دی او که له طالبانو او گاونډیانو سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان ثبات. روبین د دې پوښتنې په ځواب کې لیکي:«کابو هر یو په افغانستان او سیمه کې پر دې باور دی چې د متحده ایالاتو موخه اوږدمهاله پوځي حضور دی، نه د افغانستان ثبات او د همدې موخې په گټه عمل هم کوي». بارنیټ روبین د دې پرگراف په دوام لیکي، د سیاسي موخو په تړاو د امریکا چوپتیا او پر پوځي تاکتیکونو تمرکز دا باور لا پیاوړی کوي.
واک ته د ټرمپ له رسېدو سره هغه وړاندوینې ناسمې وختلې چې روسيې سره به د متحده ایالاتو اړیکو ښې شي. د روسيې او امریکا په اړیکې کې دا ځل مهم بدلون دا دی چې د اختلاف یو ټکی افغانستان دی. جنرال جان نیکلسن او د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال ووټل څو میاشتې وړاندې سنا جرگې ته ویلي وو چې روسيه ښايي له طالبانو سره مرستې وکړي. کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جنرال جېمز مټیس په خپل سفر کې روسيې ته په ډېر صراحت وویل چې امریکا به له طالبانو سره د روسيې د مرستو پر ضد ودرېږي. دا ټول هغه څه دي چې اوس په خپله امریکا هم احساسوي چې په سیمه کې يې پر ضد حساسیتونه مخ پر زیاتېدو دي. د دې پر ځای چې امریکا دغو حساسیتونو ته ځواب ووايي او د افغانستان مبهم وضعیت ته یوه حللاره وړاندې کړي، گومان کېږي چې ټرمپ به له دریوو تر پنځو زرو اضافي ځواکونه واستوي. د ځواکونو استول هغه تجربه ده چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ډېره تکرار شوه. اوس نژدې ټول امریکايي څېړونکي او پوځي کارپوهان دې باور ته نژدې شوي چې د افغانستان جگړه بن بست ته رسېدلې او د پوځونو زیاتوالی نه شي کولی دا بن بست مات کړي. یوازېنی انتخاب سیاسي حل پاتې دی؛ خو امریکایانو د سیاسي حل په تړاو هم له اوږدې مودې راهیسې چوپتیا غوره کړې ده. د جگړې په اړه د امریکا چوپتیا د دغه هېواد په اړه ډېر شکونه را پیدا کوي.
د امریکا د سکوت سیاست
شپاړس کاله وروسته دا پوښتنه مطرح کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د څه شي په لټه کې ده؟ شپاړس کاله مخکې په افغانستان کې د القاعدې سازمان شتون د امریکا د برید یوه پلمه وه؛ خو کلونه کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې اثار هم نه ښکاري. مهم بحث اوس دا مطرح کېږي، چې د افغانستان او امریکا گټې څومره مشترکې دي؟ امریکا چې په افغانستان یا سیمه کې د کوم څه په لټه کې ده، څومره د افغانستان گټې په کې خوندي دي یا امریکايي اجنډا څومره د افغانستان د گټو او امنیت پر خلاف ده؟
په نړیوال سیاست کې چې کله نړیوال نظم بدلېږي یا پاموړ بدلون په کې راځي، ډېری وخت پراخې جگړې د ادلون بدلون لامل کېږي. لومړۍ او بیا دویمې نړیوالې جگړې اروپامحوره نړیوال سیاست پای ته ورساوه او نړۍ يې پر دوو قطبونو ووېشله. د سړې جگړې پرمهال د نړۍ گڼو سیمو کې خورې ورې جگړې روانې وې چې وروستۍ يې پر افغانستان د شوروي یرغل شو. امریکا د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ او شوروي ځواکونه یې اړاېستل چې له افغانستانه ووځي. د سړې جگړې له پای سره نړۍ یو قطبي شوه او امریکا د نړۍ د یوازېني ځواک په توگه په نړیواله کچه مطرح شوه. د یویشتمې پېړۍ له پیل سره د امریکا یکهتازي هم له پوښتنې سره په مخ کېدو شوه. د چین چټکې اقتصادي ودې، د پوتین په مشرۍ د روسيې بیا مطرح کېدل، هند د یوه سیمهییز ځواک په توگه راپورته کېدل او همداراز په اسیا کې سنگاپور او لاتین امریکا کې برازیل… دا ټول هغه لوبغاړي دي چې راپورته کېږي او د نړۍ یو قطبي نظم ننگوي.
د افغانستان ستراتیژيک موقعیت او د سیمې اندېښنې
سره له دې چې افغان حکومت وايي، امریکا یې ستراتیژيک متحد دی، خو نن کابو ټول رسنیز فعالان په دې اړه یوه خوله دي چې امریکا افغان حکومت او په تېره افغان پوځ او امنیتي ځواکونه هغسې تجهیز او تربیه نه کړل، څومره چې لازمه وه. د پراختیا په برخه کې امریکا په افغانستان کې داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې تر څه مودې افغانستان پرې بسیا شي. د امریکا مرستې تر ډېره د ښځو حقوقو، ښې حکومتولۍ، ټاکنو او دغسې نورو تشمنځو شعارونو پورې رالنډې وې. کله چې په دې خبره یوه خوله شو چې امریکا بنسټیز کار نه دی کړی چې افغان حکومت پرې بسیا شي او که نورو هم کاوه مخه یې نیولې ده، یوازينۍ نتیجهگیري همدا پاتې کېږي چې د افغانستان پر پښو درېدا د امریکا له ستراتیژيکو گټو سره همغږي نه لري.
هغه څه چې ډېر وېروونکي دي، دا دي چې امریکا افغانستان د ترهگرۍ د خېز تختې او له دې ځایه یې د خپراوي لپاره کاروي. دا هغه وېره ده چې له امله يې د سیمې هېوادونه هم د امریکا له شتونه اندېښمن دي. که څه هم چینایانو په څرگندو ټکو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ایرانیانو له پخوا او روسانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه پوښتنې مطرح کړې دي. افغانستان که د اسیا د اقتصادي پيوستون او سیاسي همکاریو پر مرکز د بدلېدو ظرفیت لري، همدارنگه دا ظرفیت هم لري چې له دې ځایه منځنۍ اسیا او چین ته ناامني او ترهگريز فعالیتونه ولېږدوي.
له ۲۰۱۵ راهیسې په افغانستان کې په لوی لاس یو لړ معلومې رسنۍ او سیاستوال اړم دي څو د داعش شتون ثابت او باوري کړي. په افغان حکومت کې او له حکومت څخه د باندې د ځینو کړیو محاسبه دا ده، چې د داعش له راڅرگندېدو سره له یوې خوا طالب ځپل کېدای شي او له بلې خوا به د امریکا پروژه په بریالیتوب سره پلې شوې وي، نو د دوی واک او ځواک به هم د امریکایانو له خوا تضمین شي. یوه نسبتاً ستراتیژيکه محاسبه دا هم اورېدل کېږي، چې افغان حکومت غواړي د امریکا په خوښه د داعشپالنې پروژه خپله واخلي او له دې ځایه یې منځنۍ اسیا ته ولېږدوي، له دې لارې به وکولی شي چې د امریکا مرستې او امتیازات ترلاسه کړي.
د دواړو محاسبو تېروتنه دا ده چې د داعش رامنځ ته کېدا او لېږد یې کوم سوداگریز کاروان نه دی چې له افغانستانه په اسانۍ مطلوبو هېوادونو ته ولېږدول شي. که خدای مه کړه داعش ريښه وکړه، افغانستان کې به جگړه دومره پېچلې او مبهمه شي، چې بیا به ډېر عادي رول هم په کې افغانان ونه شي لرلای. نن خو لږ تر لږه افغان حکومت او د طالبانو استازي –که وغواړي- سره کتلی شي او خپلې غوښتنې او نیوکې سره شریکولی شي. د ځینو سرچینو په قول ناستې شوې هم دي. داعش خو بیا داسې پدیده ده چې په هېڅ صورت ورسره د جوړجاړي احتمال نه شته.
د سولې بېبرخلیک بهیر
سره له دې چې ډاکټر غني د ټاکنو پر مهال د سولې په اړه ډېرې ژمنې کولې؛ خو د ملي يووالي حکومت په څه کم دریوو کلونو کې د سولې په اړه هیلې او امیدونه تر بل هر وخت مړاوې دي. پخوا به افغان حکومت د سولې په چاره کې یوازې پاکستان سره ستونزې لرلې، دا ځل د نوې سیمه ییزې اجماع د راڅرگندېدو له امله افغان حکومت په یو ډول له ټولې سیمې سره په ټکر کې واقع کې دی. اوس چې ټوله سیمه راجرگه کېږي او په یوه خوله له امریکا غواړي چې د افغانستان او سیمې په اړه خپله تگلاره بیان کړي، نو ویلی شو چې افغان حکومت په بې سارې توگه په سیمه کې د انزوا پر لور روان دی. د ډاکټر غني حکومت د خپل واک په لومړیو کلونو کې د سولې دوه دورې پیل کړې. لومړۍ هغې کې د افغان حکومت استازي وتوانېدل چې له ځینو طالبانو سره د پاکستان په مري کې وگوري، خو د دویمې ناستې پر مهال د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر د مرگ خبر له خپرېدو سره دا لړۍ ودرېده.
دویمه لړۍ یې څلور اړخیز بهیر و، چې له پنځو ناستو وروسته د امریکایانو له خوا د ملا اختر محمد منصور له په نښه کېدو سره دا لړۍ هم بې پایلې شوه. وروسته ډاکټر غني له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو د اوسني مشر، مولوي هبةالله نوم د بندیزونو په لیست کې شامل کړي. له دې ښکاري چې افغان حکومت نور نه یوازې دا چې د سولې بهیر مدیریت له لاسه ورکړی، بلکې دا لړۍ د سیمې هېوادونو ته په لېږدېدو ده. افغان حکومت د سولې د مالکیت خپلولو په موخه تېره میاشت د «کابل بهیر» نړیوالې ناستې کوربه و؛ خو په هغې ناسته کې هم د سیمې او نړۍ د هېوادونو مهمو استازو گډون نه و کړی. اوس د سولې بهیر غږ پر افغان حکومت د فشار پر آله بدله شوې ده. پخوا به افغان حکومت د سولې بهیر په عنوانولو پر طالبانو فشار راووړ، اوس دا حربه د سیمې هېوادونو لاس ته لوېږي او له دې لارې به نور پر امریکا او افغان حکومت فشار راځي.
د افغان حکومت او امریکا ستونزه دا ده چې د روان کنگل حالت د ماتولو لپاره کومه تگلاره نه لري. ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې جنورۍ راهیسې د امریکا ولسمشر دی؛ خو لا یې هم د افغانستان په اړه د تگلارې ارزونه پای ته نه ده رسېدلې. له ټرمپ له ستراتیژۍ داسې کومه هیله نه شته چې د سولې په لور دې کوم گام پورته شي. په وروستي تحلیل کې ښايي د ټرمپ اداره هم څو زره نور امریکايي پوځیان واستوي؛ هغه څه چې تر دې دمه یې نتیجه نه ده ورکړې.